کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم-جلال اباد له لویې لارې څخه ۱۴۰۰ کېلو ګرامه امونیم نایټرېټ کشف شول

28 سرطان 1396 ساعت 12:14

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د تورخم او جلال اباد له لویې لارې څخه لږ تر لږه یوه زره او څلور سوه کېلو ګرامه امونیم نایټریټ د امنيتي ځواکونو کشف او ترلاسه شوي دي.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه توکې په یوه بار ورونکې موټر کې ځای پر ځای شوي وو او د دولت ضد وسله والې ډلې غوښتل له دغو توکو څخه د ماینونو په جوړولو کې کار واخلي.

د صدای افغان خبری آژانس(آوا)، خبرپاڼه زیاتوي، چې د قضیې په اړه یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې ده او په دې اړه تحقیقات جریان لري.

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

وسله وال طالبان اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي چې د سږ کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د ملکیانو ۴۰ سلنه مرګ ژوبله د حکومت مخالفه ځواکونو له لوري د له وړاندې تعبیه شوو فشاري چاودیدونکو توکو )آی ای ډی( کارولو له امله رامنځ ته شوې.


د مطلب کود: 146631

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146631/د-تورخم-جلال-اباد-له-لویې-لارې-څخه-۱۴۰۰-کېلو-ګرامه-امونیم-نایټرېټ-کشف-شول

آوا
  https://www.avapress.com