دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 146746
د مهاجرینو په ښار ګوټۍ کی د امنیتی ځواکونو او طالبانو سخت نښته
د طالبانو او امنیتی ځواکونو ترمنځ د غزنی ښار مهاجرینو ښارګوټۍ کی سخت نښته نن جمعی ورځی ۵ بجی شروع سوی او تراوسه ادامه لری.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، طالبان نن سهار د ۵ بجو په شاوخوا د غزنی ښار مهاجرین ښارګوټۍ پوستو باندی برید کړی چی د امنیتی ځواکونو مقاومت سره مخ سوی دی او تراوسه د دواړو لورو ترمنځ جنګ ادامه لری. مصطفی مایرا د غزنی پولیسو قوماندی سرپرست وایی چی کمکی ځواکونه سیمی ته رسیدلی دی.
تراوسه ددواړه لورو تلفاتو په اړه کوم معلومات نسته.

https://avapress.com/vdcdo90f9yt0o56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته