دخپریدو نیټه :شنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 146820
مسلمیار: تمه ده پر پاکستان د امریکا فشار افغان سولې ته زمینه برابره کړي
د افغانستان د مشرانو جرګې مشر د امریکا له دې اقدامه هرکلی کړی چې له پاکستان سره یې د پوځې مرستې پنځوس میلیونه ډالره ستانه کړي دي.

فضل الهادي مسلمیار د شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، په کار ده چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره پر پاکستان د امریکا فشارونه نور هم زیات شي.

ښاغلي مسلمیار زاته کړه: "په نسبي توګه یې زه هرکلی کوم، خو ښه به دا وای چې فشارونه نور هم جدي شوي وای ځکه دا ډول فشارونه او ژمنې پخوا هم ترسره شوي، خو په عمل کې یې نتیجه بېرته منفي شوې، خدای دې وکړي چې د دې فشار نتیجه مثبته وي او د دې لامل شي چې په سیمه او په ځانګړي ډول په افغانستان کې جنګ ختم او سولې ته زمینه برابره شي."

د مشرانو جرګې مشر له هغې وروسته دا څرګندونې کوي چې تازه پنټاګون یا د امریکا دفاع وزارت پاکستان ته د ۲۰۱۶ کال له پوځي مرستې پنځوس میلیونه ډالر ستانه کړي دي.

دغه اقدام وروسته له هغې کېږي چې د امریکا دفاع وزیر جیمز متېس د امریکا کانګرس ته ویلي چې پاکستان د حقاني شبکې پر وړاندې کافي اقدامات نه دي کړي.

د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند ادم سټمپ رویټرز خبري اژانس ته دغه مسئله تائید کړې ده.

رویټرز خبري اژانس دغه شان د ادم سټمپ له قوله ویلي چې د امریکا له لورې د پاکستان د مرستې د یوې برخې ستنېدل د افغانستان او سیمې په اړه د امریکا د متحدو ایالتونو جوړېدونکې ستراتیژۍ پورې اړه نه لري.

ټاکل شوې وه چې پاکستان په ۲۰۱۶ میلادي کال کې له امریکا څخه ۹۰۰ میلیونه ډالره پوځې مرستې ترلاسه کړي، که څه هم د یادې مرستې ډېره برخه پاکستان ته ورکړل شوې خو د پنټاګون د نوې پریکړې له مخې به له یادې مرستې پیسو ۵۰ میلیونه ډالره ستانه شي.

د امریکا متحدو ایالتونو تېر کال هم پاکستان ته له پوځې مرستې درې سوه میلیونه ډالر مرسته ستنه کړې وه.

د امریکا متحده ایالات د ائتلاف د ملاتړ په نوم د مرستې یو صندوق لري چې له مخې یې له هغو هېوادونو سره مالي مرستې کوي کوم چې د ترهګرو پرضد عملیات کوي.

د راپورونو له مخې پاکستان هغه هېواد دی چې هر کال د امریکا له ائتلاف څخه د ملاتړ له بودجې د نورو هېوادونو په پرتله ډېرې مرستې ترلاسه کوي.

له دې ټولو سره ـ سره د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رئیس صدیق صدیقي وايي امریکا باید له پاکستانه پوښتنه وکړي چې ولې د ترهګرۍ خلاف اغیزمن ګامونه نه پورته کوي.
ښاغلي صدیقي زیاته کړه: "پاکستانیانو سره باید هیڅ مرستې ونشي بلکې له دوی څخه باید پوښتنه وشي چې ولې له هغو ډلو سره چې په افغان جګړه کې ښکیلې دي مرستې کوي او زمینه ورته برابروي ځکه دغه ډلې د افغانانو او حتا د امریکایانو په وژنه کې لاس لري."

د سیاسي چارو کارپوه بشیر هاتف وايي د پاکستان په اړه د امریکا د دفاع وزارت اقدام پر دغه هېواد د نورو نړیوالو بندیزونو لپاره ښه پیلامه کېدای شي.

د ښاغلي هاتف په خبره پاکستان ته د امریکا له لورې د پوځي مرستو نه ورکړه به نه یوازې پر پاکستان نړیوالو ته فشارونو ته لاړ هواره کړي بلکې په کور دننه به هم د پاکستان حکومت له ننګونو سره مخ کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgx39qzak9t74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته