کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دوه سرتیری په هرات کی په شهادت ورسیدل

1 اسد 1396 ساعت 22:33

د ګزارشونو په اساس د هرات په ولایت کی په دوو بیلابیلو پیښو کی دوه امنیتی سرتیری د ناپیژانده مسلح کسانو له لوری په شهادت رسیدلی دی.


عبدالواحد ولی زاده د هرات پولیسو قوماندی ویاند ددی خبری تایید ترڅنګ و آوا ته وویل چی یو سرتیری نن د ۱۱ بجو په ښاوخوا د رباط پریان په سیمه کی هغه وخت چی د کاریز څخه د څښلو اوبه راوړله، د ناپيژانده کسانو له لوری په شهادت رسیږی.

دا سرتیری د زنده جان ولسوالی اوسیدونکی دی.

له بل لوری سرچینی وایی چی یو سیمه ایز پولیس د پشتون زرغون ولسوالی کی د ناپيژانده کسانو له لوری په شهادت رسیدلی دی.

د هرات پولیس ویاند وویل چی ددی پیښی جزئیات به وروسته اعلان کړی.


د مطلب کود: 146914

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/146914/دوه-سرتیری-په-هرات-کی-شهادت-ورسیدل

آوا
  https://www.avapress.com