کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې د بدلون پاڅون له خوا احتجاجي لاریون پیل شوی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 اسد 1396 ساعت 10:50

د افغانستان په پلازمینې کابل کې نن سهار یو ځل بیا لسګونه کسان چې ویل کیږي د “حرکت رستاخیز تغییر” نامه لاندې پلویان دي، لاریون پیل کړ.


د راپورونو له مخې، دغه معترضین د د خراسان څلور لارې څخه لاریون پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې کابو درې اوني مخکې هم د بدلون پاڅون پلویاونو په پلازمینې کابل کې احتجاجي لاریونونه کړي وه.

لارین کوونکو د ملي یووالي حکومت مشران د ولسمشر غني او اجرائیه رئیس د استعفی په ګډون د یو شمېر لوړپوړي چارواکو د لرې کېدو په اړه خپلې غوښتنې هم تکرار کړي.

د بدلون پاڅون غړي پر نړیواله ټولنه او په خاصه توګه پر ملګري ملتونه او د بشري حقونو نړیواله ټولنه غږ وکړ چې د ملي یووالي حکومت د مشرانو د خپلسرو اقداماتو مخه دې ونیسي.

تیره میاشت هم په پلازمینې کابل د المان سفارت ودانې ته څېرمه د خونړي برید وروسته سلګونو خلک د یاد برید په غبرګون کې واټونو ته راوتل او لاریون هغه مهال په تاوتریخوالي بدل شو چې مظاهره چیانو د ارګ لورته د تګ هڅه کوله.

د تاوتریخوالو په ترڅ کې د مشرانو جرګې لومړي نائب زوی سالم ایزدیار زوی هم ووژل شو خو د حکومت، معترضینو او د جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ کړکیچ هغه وخت زور واخیست چې د سالم ایزدیار د جنازې په مراسمو کې پر له پسې ځانمرګي بریدونه ترسره شول او په ترڅ کې یو شمېر کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.


د مطلب کود: 147115

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147115/کابل-کې-د-بدلون-پاڅون-له-خوا-احتجاجي-لاریون-پیل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com