دخپریدو نیټه :شنبه ۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۱
د مطلب کود : 147213
د ولسمشر غني او د ټرمپ مرستیال ترمنځ لومړۍ خبري

ارګ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ولسمشر غني او مایک پنس وړم ماښام د ویدیو کنفرانس له لارې د بیلابیلو مسایلو په اړه بحث او خبري کړي.

د ارګ خبرپانه له مخې د امریکا ولسمشر مرستیال د افغانستان حکومت له هڅو څخه د هیلې په څرګندولو سره ویلي، چې کابل د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې د پام وړ مسوولیتونو پر مخ بیولو سره په بیلابیلو برخو کې ښې لاسته راوړنې لرلي چې د غه هڅې د ستایلو وړ دي.

ولسمشر غني هم د افغانستان له خلکو او دولت سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا د متحدو ایالتونو له دوامدارو مرستو مننه وکړه او دغه هېواد یې د افغانستان ښه همکار وباله.

ولسمشر غني او مایک پنس په داسي حال کې له یو بل سره په ګډو همکاریو ټنیګار کړی چې ټاکل شوي وه امریکا خپله تګلاره د روان کال په جولای میاشت کې اعلام کړي ،خو په سپینه ماڼۍ کې د ځینو چارواکو ترمنځ اختلافونو دغه تګلاره ځنډولي ده.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcdf50fsyt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته