کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

رضا رفعت د قالیبافی څخه د افغانستان سراسری کانکور لمړۍ مقام تر کسبه پوری

8 اسد 1396 ساعت 12:43

رضا رفعت د محمد عوض زوی؛ هغه زده کوونکی چی د کانکور ۱۷۰ زره زده کوونکوترمنځ چی د سږ کال کانکور کی اشتراک کړی وو، لمړۍ مقام لاسته راوړه.


 

د آوا په ګزارش سره، رضا د ۳۴۴.۲۴ نمرو په اخیستلو سره، د کابل طبی پوهنځی ته لاره موندلی دی.

ښاغلی رفعت په یو مصاحبه کی د افغان غږ(آوا) خبرګزاری ته ویلی چی هغه په داسی حال کی دا مقام ته رسیدلی دی چی کورنۍ یی د اقتصادی سختو مشکلاتو سره مخامخ دی.

هغه وایی چی پلار یی د صفا کار په حیث د کابل په شهرداری کی کار کوی او له دی مخی هغه مجبور وو چی ددی ترڅنګ چی درس وایی، څو ساعته قالیبافی یا قالی اوبدنه وکړی.

رضا دی پوښتنی ته په ځواب کی چی څنګه دا مقام ته ورسیدل وویل چی د کورنۍ تشویق او د هغه شپی او ورځنۍ هڅو هغه دی مقام ته رسولی دی.

هغه ټینګار کوی چی بریالیتوبونو قلو ته رسیدلو لپاره خپل هڅو ته ادامه ورکوی.

سږ کال ۱۸۷۹۰۶ تنه په کانکور کی ثبت نام کړی وو چی د هغه څخه ۱۶۹۵۲۹ تنه په آزموینه کی ګډون کړی وو.

۱۴۷۵۳۰ تنه سږ کال دولتی او خصوصی پوهنتونونو ته لاره موندلی چی ۳۳ سلنه یی انجونی تشکیلوی.


د مطلب کود: 147284

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/147284/رضا-رفعت-د-قالیبافی-څخه-افغانستان-سراسری-کانکور-لمړۍ-مقام-تر-کسبه-پوری

آوا
  https://www.avapress.com