دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۵۲
د مطلب کود : 147526
یوناما دهرات ولایت په یوه جومات کې د ملکي وګړو وژنه غندي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د هرات ولایت په جوادیه جومات
کې د تیرې شپې برید غندي، چې له امله یې د دوه ماشومانو په ګډون ۳۱ملکي وګړي وژل شوي او له ۶۰څخه زیات ټپیان شول.
دوه بریدګر ماښام مهال د شیعه مذهبو جومات ته چې سلګونه کسان پکې د لمانځه لپاره راغونډ شوي وو ننوتل، پر لمونځ کوونکو
یې یې ډزې پیل کړې او خپلو چاودیدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړه.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي، تدامیچي یاماموتو وویل: ” دې برید په قصدي ډول ملکي وګړي د لمانځه پر
مهال په نښه کړي، او هیڅ ډول توجیه نلري. دا پیښېه چې عاملین یې غواړي ترهګري او د یوې ځانګړې ډلې پر وړاندې فرقه
یې تاوتریخوالي ته لمن ووهي، یو ناوړه عمل دی او لاملین یې باید محاکمه شي. “
باید یوې ډلې ته د ګواښونو له کچې سره سم چارواکي د عبادت ځایونو او مذهبي غونډو مناسب امنیتي تدابیر ونیسي.
د ۲۰۱۶کال په اوږدو کې یوناما د شیعه مذهبو پر جوماتونو او مذهبي غونډو څلور بیلابیل بریدونه ثبت کړي، چې د داعش
خراسان ولایت یې د دوه بریدونو پړه منلې ده.
د یوناما د معلوماتو له مخې، په هرات کې د پرون ورځې برید پنځم برید دی، چې د روان کال په اوږدو کې د شیعه مذهبو په
عبادت ځایونو تر سره کیږي، چې لږ تر لږه ۴۴کسان پکې وژل شوي او ۸۸نور ټپیان شوي دي. څلور بریدونه په هرات ولایت
او یو یې په کابل کې ترسره شوي دي. د داعش خراسان ولایت له دې بریدونو څخه د دوه بریدونو پړه منلې ده.
نړیوال بشر دوستانه قوانین د عبادت ځایونو په ګډون، په ملکي وګړو او د دوی په استوګن ځایونو قصدي بریدونه منع کوي.
یوناما د وژل شوو کورنیو ته خپل د تسلیت مراتب وړاندې کوي او ټپیانو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوي

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcau0n6i49nym1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته