دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۰۱
د مطلب کود : 147744
جوزجان کې یوه ښځه د داعشایانو له خوا د زنا په تور نیول شوی

په شمال جوزجان ولایت کې یوه ښځه د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو له خوا د زنا په تور نیول شوی.

ځایي حکومتي چارواکي وایي، پیښه په دې وروستیو کې د درزاب ولسوالی په اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د یاد ولسوالی سرپرست ولسوال باز محمد داور په وینا، داعش وسله والو دغه میرمن له ځان سره په یوه نامعلوم ځای ته وړی دی.

په همدې حال کې په شمال سرپل ولایت کې د ولایتي شورا ځینې غړي وایي، لږ تر لږه ۲۶ تنه ملکیان داعش وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي.

تر اوسه د دغو کسانو د وژل کېدو اصلي انګېزه په ډاګه نه دی شوی خو راپورونه ښیي چې دغه کسان په صیاد ولسوالی کې د داعش وسله والو له خوا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کو د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو د هېواد په ختیځ ولایتونو ترڅنګ په یو شمېر شمالي ولایتونو کې هم خپل فعالیتونه پیل کړي دي او د یاد ډلې وسله والو هڅه کوي ترڅو د هېواد په شمال کې خپل بریدونو او ترهګریز فعالیتونو ته زور ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0mqs02bq0m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته