دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۷
د مطلب کود : 147757
په سرپل کی قتل عام/ ۴۰ تنه د کوچنیانو او ښځو په شتون په قتل ورسید
د سرپل والی وایی چی د ګزارشونو په اساس تروریستان ۳۰ تنو څخه تر ۴۰ تنو پوری غیری نظامیان د میرزاولنګ په سیمه کی د سرپل صیاد ولسوالی کی په قتل رسولی او مساجد او منابر ته اور وراچولی دی.

 

 

 

 

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) په ګزارش سره، محمد ظاهر وحدت د سرپل والی نن په یو خبری ناسته کی د میرزاولنګ فاجعه په اړه معلومات ورکړ او وویل چی په شهدا وو کی، سپین ږیری، ښځی او کوچنیان هم شامل دی.

ښاغلی وحدت وویل چی تروریستان ددی سیمی په نیولو سره د بی ګناه ملکی کسانو په عام قتل باندی لاس پوری کړی دی. د لمړنیو ګزارشونو په اساس د ۳۰ څخه تر ۴۰ تنو پوری بی ګناه کسان په بی رحمانه توګه تیرباران کړی او مساجد او منابر ته اور وراچولی دی.

هغه وویل: موږ خپل هڅی وکړی ترڅو ددی فاجعی د رامنځته کیدو مخنیوی وکړو، په ښار کی مستقر ځواکونه ساحی ته په دوو ګروپونو مو اعزام کړ او په عینی حال کی د مرکزی سکتورونو څخه مو هوایی او ځمکنۍ مرستو غوښتونکی سولو؛ خو تر آخری مدو پوری دا مرستی صورت ونه نیول.

د سرپل والی په وینا، د مرستی نه رسیدو او تروریستانو ډیریدو له امله د میرزاولنګ سیمه سقوط وکړ.

هغه د داخلی او خارجی خیریه موسساتو او حکومت څخه وغوښته ترڅو هرڅه ژیر د شهیدانو ورثه او مجروحین او بی ځایه سویو سره مرسته وکړی.

هغه وویل چی مرکزی حکومت سیمی ته هوایی او ځمکنی ځواک استولو باندی هرڅه ژیر باید اقدام وکړی که نه نو د صیاد ولسوالی او د هغه وروسته د سرپل ښار سقوط د تصور څخه لیری نه دی.

https://avapress.com/vdcgnu9quak9tu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته