دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۵۸
د مطلب کود : 147812
کابل ښار کې د قتل او غلا په تور څلور کسان نیول شوي

په پلازمینې کابل ښار کې د قتل او غلا په تور څلور کسان د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکی وایي، دغه کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور په کې قتل، قطاع الطریقي او وسله وال غلا شامل دي د امنیتي د ځواکونو له خوا نیول شوي.

چارواکي زیاتوي، چې په نیول شویو کې یو تن چې د حیات الله په نوم د یوه ملکي وګړي په قتل کې لاس درلود د امنیتي ځواکونو له د پنځه لسمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د د امنیتي ځواکونو خوا نیول شوی او له یاد شخص څخه یوه میل تومانچه هم ترلاسه شوی دی.

د چارواکو په وینا، دوه نو کسان چې غوښتل له اوومې او څلورمې امنیتې حوزې په سیمو کې کورونه لوټ کړي د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.

د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست وایي، څلورم کس هغه مهال له درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمې څخه ونیول شوه کله چې غوښتل یي په سیمه کې په قطاع الطریقي لاس پورې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.

امنیتي چارواکي تیره اونی وویل چې په پلازمینې کابل کې په تیره کابو یوه میاشت کې لږ تر لږه ۳۲۳ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي.

د کابل امنیه قومانداني د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، دغه کسان د ۱۹۶ بېلابېلو پیښو په تور نیول شوي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizyazrt1a5v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته