دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۴۶
د مطلب کود : 147960
داعش تروریستی ډله یو تونیسی چوپان د پوښتنو وروسته په قتل رسولی دی
د تونس په هیواد کی داعش تروریستی ډله یو فلم د تونیسی چوپان د سر پریکولو څخه خپور کړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، تونسی سایتونه اعلان کړ چی دی چوپان باندی جنایت چی خلیفه سلطانی نومیدله، د تونس مرکز سیدی بوزید مغیله سیمه کی ترسره سوی دی.

په دی ویدیو کی بدبخته چوپان ټکول سوی معلومیږی، په داسی حال کی چی لاسونه یی ترشا تړلی دی او یو کس بیله دی چی تصویر یی شکاره سی، د هغه څخه پوښتنی کوی.

سلطانی په دی ویدیو کی وایی چی یو ساتونکی د هغه څخه غوښتۍ دی چی د ناپیژانده کسانو د لیدلو په صورت کی هغه اطلاع ورکړی او دا کار بیله کوم مزده ترسره کړی دی.

https://avapress.com/vdccemqsx2bq0o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته