دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۴۰
د مطلب کود : 147964
غني د ماتې نه منونکو لوبو د مشال بلولو په مراسم کې: «جګړه پر موږ تپل شوې ده»

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ د ماتې نه منونکو لوبو د مشال بلولو په مراسمو کې چې نن مازدیګر په ارګ کې ترسره شول ګډون او وینا وکړه.

ارګ ماڼی د ولسمشر غني له حواله په یوه بیان کې لیکلي، چې د افغانستان امنیت او ثبات د ټولې نړۍ له امنیت او ثبات سره تړلې او موږ د دې ازادۍ او امنیت خوندیتابه څخه د دفاع په خاطر په لومړۍ کرښه کې یوو.

هغه زیاته کړه زموږ د ټولو درد یو دی، خو هغه معلولیت لرونکي سرتېري چې په افغانستان کې یې له نړیوالو تروریستانو سره د جګړې په ډګر کې قربانۍ ورکړي اتلان دي.

نوموړې وویل، موږ د جګړې لامل نه یوو، بلکې دغه جګړه پر موږ تپل شوې ده.

هغه زیاته کړه، زه د کاناډا د حکومت، خلکو، کاناډایي سرتېرو او ټولو نړیوالو همکارانو د زړورتیا، مېړانې، مشارکت او قربانیو قدرداني کوم او د دوی مشارکت د دې ښکارندویي کوي چې موږ ټول یوځای یوو.

وروسته د نه ماتېدونکو لوبو اجرائیوي رئیس مایکل بورنز له جمهوررئیس غني او ټولو ګډونوالو څخه د مننې ترڅنګ د کاناډا په ټورنټو ښار کې د یادو لوبو په اړه خبرې وکړې وې ویل: له ۵۰ ورځو څخه په کمه موده کې به د کاناډا ټورنټو ښار د دریم ځل لپاره د ماتې نه منونکو لوبو کوربه وي. هغه زیاته کړه د سږ کال په دغو لوبو کې به د افغانستان په شمول له ۱۷ هېوادونو څخه ۵۵۰ تنه ګډون وکړي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قومندان جنرال نیکولسن له جمهوررئیس غني، جنرالانو، سفیرانو او غوڅ ملاتړ له استازو او ټولو نړیوالو دوستانو چې د افغانستان د امنیت په تامین کې یې ونډه اخیستې مننه وکړه، وې ویل څو اوونۍ وړاندې مو د دې لوبو یوه ازمایښتي دوره ترسره کړه، څو یو پیاوړی افغان ټیم پکې برخه واخلي.

جنرال نیکولسن د غوڅ ملاتړ سرتېرو مېړانې ته په اشارې وویل، ستاسې مېړانه د ستایلو ده، ځکه چې تاسې د جګړې په ډګر کې ماته ونه منله او په نورو ډګرونو کې به هم مات نه شئ، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه له تاسې سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg3u9qtak9ty4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته