دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 147976
د طالبانو پخواني مشر د ملا منصور د قتل په اړه نوې راپورونه

د وسله والو طالبانو پر پخواني مشر ملا اختر منصور برید په اړه نوې راپورونه ښیي چې نوموړې تر برید مخکې خپل کورنی ته خبر ورکړی و چې د هغه د جنازې د مراسمو لپاره تیاري ونیسي.

د وسله والو طالبانو یوه قوماندان نیو یارک ټایمز ته ویلي، چې پر ملا منصور تر برید مخکې نوموړې پوه شوی و چې کوم پیښه د رامنځته کېدو په حال کې ده.

د طالبانو دغه قوماندان چې نه غوښتل نوم یې څرګند شي، زیاته کړي دي چې تر برید مخکې د اسلام ابد له خوا له ملا منصور څخه غوښتنې ډیرې شوي و، داسې غوښتنې چې ډیر سخت و، خو د اسلام اباد د دغو غوښتنو په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو دغه سرچینه زیاتوي، چې ملا منصور پاکستان ته ویلي وو چې دوی نه شی کولای چې په د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه پر طالبان فشارونه راوړي ځکه هغه په افغانستان کې د جګړې مشری کوي او وسله وال طالبان تلفات ورکوي.

هغه په همدې کې وویل، چې تر ۹۰ فیصده وسله وال طالبان د ملا منصور د قتل په اړه پاکستانیان ښکيل ګني خو دوی نه شي کولی چې په دې اړه څرګندونې وکړي ځکه دوی ویرې لري.

ملامنصور تیر کال د بلوچستان نوشکي ته څیرمه په یوه سرحدي سیمه کې د امریکایي د بي پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

ملا احتر محمد منصور دملا عمر د مرګ تر خبر وروسته د ۲۰۱۵ میلادي کال د جولايي په مياشت کې د طالبانو مشر شو او د شنبی په ورځ له ماسپښین وروسته په پاکستان کې په یوې هوايي حمله کې وژل شول.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjaaevmuqexhz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته