دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۷
د مطلب کود : 148122
کرزي د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو وړاندیز سره مخالفت ښودلی
د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي، په یوه اعلامیه کې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو د وړاندیز سره مخالفت ښودلی او هغه یې په دغه هیواد کې د جګړې د اوږدیدو او د خپلسریو د زیاتیدو په معنی ګڼلی دی.



د افغانستان د پخواني جمهوررئیس حامد کرزي دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د جګړې خصوصي کول د افغانستان د ملي حاکمیت سره ټکر کې دي.

دا اعلامیه وايي "رپوتونه ښيي چې ګوندې د امریکا متحده ایالات په لټه کې دي چې په افغانستان د جګړیزو چارو مسولیت خصوصي شرکتونو ته وسپاري. د امریکا د متحده ایالاتو له خوا په افغانستان کې د جګړې خصوصي کول زمونږ حاکمیت او اساسي قانون سره په څرګنده توګه په ټکر کې دی، له دې سربیره د افغانستان د دفاع او امنیت خصوصي کول، د جګړې د اوږدوالي، د بې ګناه خلکو د لا زیاتو وژلو او خپلسرۍ او قانون د ماتولو د رواج د زیاتیدو پر معنی به وي".

د افغانستان پخواني جمهوررئیس په خپله دغه اعلامیه کې د عراق جګړې ته اشاره کړې او ویلي دي چې دا ډول اقدام به ډیرې خطرناکې پایلې ولري.

حامدکرزي ویلي چې د هرهغه اقدام مخالف دی، چې په افغانستان کې د جګړې د شدت سبب ګرځي او دې د د امنیت خصوصي کیدل هم په دې برخه کې د یو ګام په توګه ګڼي.

ښاغلي کرزي ویلي "زه خپل ځان مکلف ګڼم چې همدا اوس د امریکا د دغه احتمالي اقدام پر وړاندې خبراداری ورکړم او د دې یادونه وکړم چې دا ډول اقدام به د افغانستان د خلکو له کلک غبرګون سره مخ شي " .
د افغانستان پخواني جمهوررئیس په دې اعلامیه کې له افغان حکومت هم غوښتي دي، چې د دغسې احتمالي اقدام سره خپل مخالفت ژر اعلان وکړي.

https://avapress.com/vdcdxj0fxyt0of6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته