نیشنل انټرسټ خپرونې په یوه تازه لیکنه کې په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره د امریکا حکومت ته اووه سپارښتنې کړې. د دې لیکنې سرلیک دی” په افغانستان کې د بریالیتوب اووه مهمې پایلې.“
هغه اووه سپارښتنې چې دې خپرونې کړي یوه یې هم دا ده چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې پوځي ملاتړ زیات شي او په دې برخه کې دې افغان ظرفیتونه په ښه توګه وروزل شي.
خپرونه همدارنګه وايي، د امریکا متحده ایالات او مرسته کوونکي هېوادونه باید له افغان حکومت سره سخت کار ته دوام ورکړي څو د حکومتولۍ بڼه بهتره او اقتصادي وده زیاته شي.
نېشنل انټرسټ پر پاکستان فشار راوړل هم مهم بولي او وايي، پاکستان په افغانستان کې د ناکامۍ یو سبب او د بریالیتوب لپاره یوه اړتیا ده.
واشنګټن په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د اکمالاتو لپاره پر پاکستان تکیه دی، خو طالبان او نورې سختې دریځې ډلې هم د پاکستان ځینې برخې د خوندې ځالو په توګه کاروي.
د خپرونې په وینا ډېر باور لري چې دا کار د پاکستان په حکومت کې دننه د ځینو برخو په پراخه همکارۍ ترسره کېږي چې په افغانستان کې یې د امریکا هڅو ته سخت زیان اړولي.
مقاله زیاتوي ريښتیا چې هر څه دي وي به، خو په افغانستان کې د بریالیتوب لپاره په پاکستان کې دننه د پاکستان له خوا د طالبانو او ورته ډلو ځپل ضروري دي.
نشنل انټرسټ همدارنګه د امریکا متحدو ایالتونو له خوا پر یو داسې مکانېزم او کړنلارې کارکول مهم بولي چې په کارولو یې طالبان له افغان حکومت سره د سولې او پخلاینې خبرو ته چمتو شي.
د باسټن هیرلاډ خپرونې په خپلې ویب پاڼې کې د افغانستان په اړه په یوه لیکلې مقاله کې ویلي، امریکایانو ښايي د افغانستان د جګړې په اړه خپل لیدلوری له لاسه ورکړی وي، خو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفتر نوي رئیس جنرال جان کیلې په دې اړه نظر له لاسه نه دی ورکړی.
د خپرونې په وینا دا ځکه چې جنرال کیلې زوی د افغانستان د جګړې قرباني دی او هغه پوهېږي هغه چې افغانستان کې پېښيږي په افغانستان کې نه پاتې کېږي.
خپرونه وايي: اوس که نوموړی لویدیځ پلوي فکرونه متمرکز کړی شي، نو ښايي افغانستان ته بېرته عامه پاملرنه ور واوړي.