کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: میرزا اولنګ کې د طالبانو او داعش مهم سنګرونه ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 اسد 1396 ساعت 9:08


افغان امنیتي ځواکونو د سرپل ولایت د صیاد ولسوالی په میرزا اولنګ سیمه کې د طالبانو او داعش مهم سنګرونه نیولي دي.

د سرپل د والي ویاند ذبیح الله اماني ته وویل، افغان ځواکونو دا پرمختګ تیره شپه کړی دی.

نوموړي وویل، په میرزا اولنګ کې د ځمکنیو او هوايي عملیاتو له پیل راهیسې دولت ضد وسله والو ته درانه تلفات اوښتي دي.

د سرپل چارواکي وايي، د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمې تر بشپړې تصفيې به دغلته پوځي عملیات روان وي.


د مطلب کود: 148196

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148196/چارواکي-میرزا-اولنګ-کې-د-طالبانو-او-داعش-مهم-سنګرونه-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com