دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۳۰
د مطلب کود : 148199
د حزب اسلامي اړوند کسانو د نیولو په اړه د ګلبدین حکمتیار اندیښنې

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یاد حزب اړوند کسانو د نیولو په اړه انديښنه وښود.

نوموړې تیره ورخ د پکتیا له قومي مشرانو سره د کتني پر مهال وویل، چې په دولت کې يوې ځانګړې ډلې زموږ افراد نيولي دي، خو موږ دا ټول زغملي او حوصله مو کړې.

ښاغلي حکمتیار په دې اړه نور جزئیات ور نه کړل خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغه کسان په کوم جرم او ډلې له خوا نیول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمعې په ورځ د حزب اسلامي اړوند پخواني قوماندان بشیر قانت یو شمېر پلویانو په شمال ختیځ تخار ولایت کې پر یوه جوات برید وکړ چې په ترڅ کې لږ تر لږه څلور کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

په همدې حال کې د حزب اسلامي مشر وویل، څوک چې د دولتي تأسیساتو او هوايي ډګرونو د نيو ګواښونه کوي، هغوی ته وايو چې پخوانۍ ناکامې تجربې بیا مه تکراروئ.

مجاهد ورور حکمتیار دا هم وويل، چې موږ واک ته د رسېدو نورې لارې تحريموو او ټينګار مو دادی چې دا نظام پخپل ځای پاتې شي او که بدليږي نو د قانوني او سوله ييزو لارو بدل شي، نه د زور او ځواک له لارې.

نوموړي وويل، هېچاته اجازه نه ورکوو چې په زور حکومت وکړي او يا د نظام د نسکوريدو ګواښوونه وکړي. واک ته د رسېدو يواځينۍ لاره انتخابات او د انتخاباتو د پايلو منل دي او هغه څوک به جمهور رئيس وي چې د ملت اکثريت ملاتړ ورسره وي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchw6nzw23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته