کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل امنیه قوماندان د نوې هر اړخیز امنیتي پلان په اړه معلومات ورکړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 اسد 1396 ساعت 13:06


په داسې حال کې چې په پلازمینې کابل کې له څو میاشتې راهیسې په ترهګریز بریدونو کې زیاتوالي راغلي دي، د کابل امنیه قوماندان نن د ښار لپاره د نوې جوړه شوي هر اړخیز امنیتي پلان په اړه معلومات ورکړ.

د کابل امنیه قوماندان لوی پاسوال محمد سالم احساس نن خبریالانو ته وویل، چې د نوې امنیتي پلان له تطبیق سره په راتلونکي کال کې به د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو ټاکني په مسئون ډوله ترسره شي.

نوموړې زیاته کړه چې په نوې پلان کې د کابل ښار د ډیپلوماټیک ځایونه او سیمې لومړیتوب لري او د کابل ښار په ټولو څلورو دروزاو کې اسکنرونه په کار پیل کړي دي.

هغه وویل چې د ډیپولماټیک سیمو په اوږدو کې ۲۶ امنیتي پوستې جوړه شوي دي او په دغو ساحاتو کې د موټرونو له ننوتلو څخه د مخنیوي لپاره ۲۷ خنډونه هم جوړه شوي دي.

د کابل امنیه قوماندان په همدې حال کې وویل چې د کابل ښار د امنیت لپاره به یوه نوې ۵۰۰ کسیزې کنډک جوړه شي او له پرمختللي وسلو سمبال به وي او په بیړنی حالاتو کې د تګ راتګ لپاره او د ډیپولوماټیک سیمو په اوږدو کې ۱۰ نوې لارې به پرانیستل شي.

نوموړې دا هم وویل چې د ټرانسپورټي موټرونو د ثبت چارې به ډیجیټل شي او د موټرونو د چلولو جوازونو په صادرولو کې به اصلاحات راشي.

د جنرال احساس په وینا، د کابل نوې امنیتي پلان به دوه پړاو کې تطبیق شي درې او ښپږ میاشتو مودې ته اړتیا به ولري.


د مطلب کود: 148260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148260/د-کابل-امنیه-قوماندان-نوې-اړخیز-امنیتي-پلان-په-اړه-معلومات-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com