دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۵۵
د مطلب کود : 148265
اتمر او ستانکزي ته د نور خبرداری: بلخ مه نا امنه کوئ

د بلخ والي عطامحمد نور د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او د هیواد د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي ته په یوه پیغام کې لیکي څو د بلخ نسبي امنیت پر وړاندې ګواښ رامنځته نه کړي.

د بلخ د والي په فیسبوک پاڼه کې لیکل شوي: "د ملي امنیت شورا محترم سلاکار حنیف اتمر او د ملي امنیت محترم رییس معصوم ستانکزی، په خپلو له توطیو ډکو پروژو سره بلخ چې له نسبي امنیت څخه برخمن دی، مه نا ارامه کوئ."

دا غبرګون له هغه وروسته را څرګند شوی چې په تیرو څو ورځو کې د بلخ د والي او د دغه ولایت د ولایتي شورا د یوه غړي آصف مهمند ترمنځ اړیکې ترینګلي شوي دي.

آصف مهمند څو ورځو وړاندې کابل کې رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې د بلخ والي د هغه د وژلو په هڅه کې دی.

مهمند تیره شپه له کابل څخه مزار شریف ته روان شو، خو د مزار شریف په هیوايي ډګر کې د پولیس له خوا محاصره شو.

د بلخ د والي ویاند یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل چې آصف مهمند د اسنادو د جعل او تزویر په جرم تورن دی او د ملي امنیت د څارنوالۍ له لوري یې د نیولو حکم صادر شوی دی، خو د جمعه خان همدرد پورې تړلي وسله وال غواړي چې د هغه د نیول کیدو مخه ونیسی.

بله خوا د جمعه خان همدرد ویاند روح الله همدرد یک تلویزیون ته وویل چې د عطامحمد شخصی کسان د مهمند د نیولو په هڅه کې و.

آصف مهمند تیره شپه له څو ساعته کلابندۍ او ډزو وروسته د امنیتي ځواکونو له لوري ونیول شو.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb0wb8srhba5p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته