دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۰۷
د مطلب کود : 148267
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سخت ټپي شوی

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې په شمال فاریاب ولایت کې سخت ټپي شوی.

په شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي، د طالبانو ویاند د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالی کې د عملیاتو پر مهال ټپي شوی دی.

د شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان الله مبین د ذبیح الله مجاهد د ټپي کېدو په اړه راپورونه هم ټائید وکړ.

نوموړې وویل چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې هوایي او ځمکني بریدونه د هېواد په شمال او شمال ختیځ ولایتونو لا هم دوام لري.

د طالبانو ډلې تر اوسه د ذبیح الله مجاهد په هکله د راپورونو په اړه څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه ده چې د ذبیح الله مجاهد په اړه راپورونه خپاره کیږي.

له دې وړاندې هم څو کاله مخکې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مړ شوی او یا هم د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9j0f5yt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته