کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندز په چهاردره کې د افغان ځواکونو پر کاروان انتحاري حمله شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 اسد 1396 ساعت 14:14


د کندز امنیتي چارواکي وايي چې نن سې شنبې ۱۱ بجې د کندز په چهاردرې ولسوالۍ کې د افغان ګډو ځواکونو پر پوځي کاروان ځانوژونکي برید شوی چې له کبله یې ۵ تنه افغان ځواکونو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د امنې قوماندانۍ د امنیت امر صفرمحمد اکبري له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د افغان ګډ ځواکونه د چهاردرې ولسوالۍ د قریه یتیم سیمه ته د ځانکړي عملیات د ترسره کولو په هدف تللي وو چې د لارې په اوږدو کې پر پوځیانو ځانوژونکي بريد شوی چې په پایله کې د افغان ځواکونو یو تن سرتېری وژل شوی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي اکبري زیاته کړه چې ځانوژونکي کس دغه بريد یې د موټر بمب په وسیله ترسره کړی دی.


د مطلب کود: 148270

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148270/د-کندز-په-چهاردره-کې-افغان-ځواکونو-پر-کاروان-انتحاري-حمله-شوې

آوا
  https://www.avapress.com