کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر ټرمپ ته د طالبانو پرانیستی لیک او د امریکا حکومت غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 26 اسد 1396 ساعت 9:14


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت تائید کړه چې ولسمشر ډونالډ ته د وسله والو ته طالبانو له خوا پرانیستی لیک استول شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نوهرت وویل، چې په افغانستان کې موجود حالات د وسله والو طالبانو د فعالیتونو نتیجه ده.

نوموړې زیاته کړه چې وروستی راپورونه ښیي چې وسله وال طالبان د عام وګړو پر خلاف خپل بریدونو ته زور ورکړي دي چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

اغلې نوهرت زیاته کړه، چې وسله وال طالبان د ملکي تلفاتو اصلي لامل دي او دا ټول لاملونه باید هېره نه شي.

وسله وال طالبان د سه شبنې په ورځ په یوه پرانیستی لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه وغوښت چې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

وسله وال طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې د جګړې اصلي عامل بهرنی اشغال دی، د بهرني اشغال له امله دلته د جګړې اور بل شوی او له دې جګړه ایزې فضا نه هرڅوک د ځان به نفع استفاده کوي.

طالبان ډلې د امریکا په مشری پر ائتلافي ځواکونو تور لګوي چې د جګړې له امله افغانستان په امنیتي لحاظ تر ټولو نا امنه، په اداري لحاظ تر ټولو فاسد او په اقتصادي لحاظ تر ټولو نیستمن هیواد ګڼل کیږي.


د مطلب کود: 148367

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148367/ولسمشر-ټرمپ-ته-د-طالبانو-پرانیستی-لیک-او-امریکا-حکومت-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com