دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۹
د مطلب کود : 148407
مدنی او سیاسی فعالان په بغلان کی:
د بغلان ولایت سیاسی او مدنی فعالان ادعا کړی چی بغلان سیمه ایز حکومت پوری اړوند مافیایی حلقات، په دی ولایت کی د جنګ د تداوم لامل ګرځیدلی دی.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا فعالان؛ نن پنجشنبه په یو خبری ناسته کی ټینګار وکړ چی د بغلان سیمه ایز حکومت دننه ځینی حلقی، په دی ولایت کی جنګ په یو تجارتی جنګ باندی بدل کړی دی او مخالفان سلاح او نظامی تجهیزات پلوری.

سید کمال وردک؛ د بغلان سیاسی فعالینو څخه په دی خبری ناسته د بغلان امنیتی وضعیت ته په اشاری سره وویل چی په حاضر حال کی د بغلان ۹۰ سلنی څخه ډیر اوسیدونکی د ناامنی او جنګ څخه رنج وړی.

هغه وویل چی یواځی ددی ولایت مرکز ۱۵ کیلومتری د دولتی ځواکونو کنترول لاندی دی په داسی حال کی چی مخالفین په دند غوری، دند شهاب الدین او دوشی ولسوالی کی پراخ حضور لری او سربیره پردی د دهنه غوری هم د هغوی تصرف لاندی دی.

د بغلان دا سیاسی فعالین ددی ادعا کړی دی چی ځینی لوړ پوړۍ حلقات په دی ولایت کی د خپلو شخصی ګټو لپاره ناامنی باندی لاس پوری کوی او جنګ ته ادامه ورکوی او نظامی تجهیزات هم پلوری.

ښاغلی وردک وویل چی ددی سربیره چی اوه تنه بغلان پولیس چارواکی چی په فساد پوری لړلی وو د ریاست جمهوری په امر برکناره سوی او ستری محکمی ته معرفی سوی دی؛ خو تراوسه دا کسان خپل دندو ته ادامه ورکوی.

د ښاغلی وردک د خبرو په اساس؛ څو تنه ددی کسانو څخه د برکناری وروسته ترفیع هم کړی دی او تقدیر سوی دی.

 

په همدی حال کی مدنی او سیاسی فعالان د حکومت څخه د امنیتی ځواکونو مجهز کیدلو او علاوه پردی ددی غوښتونکی سوی دی چی هغه کسان چی جنګ ته ادامه ورکوی وپیژندل سی او قانون پنجی ته وسپارل سی.

https://avapress.com/vdcjyoevauqexxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته