دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۳
د مطلب کود : 148478
ده یک ولسوالی باندی د طالبانو تهاجمی برید په شا وټمبول سو
امنیتی سرچینی د غزنی ولایت ده یک ولسوالی باندی د طالبانو د تهاجمی برید په شا ټمبولو څخه خبر راکوی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره د  مصطفی مایار؛ د غزنی پولیسو قوماندانی سرپرست په وینا، طالبان تیره شپه د ده یک ولسوالی روستم سیمه کی د امنیتی ځواکونو پر ځینو پوستو باندی برید کړی چی د امنیتی ځواکونو غبرګون او مقاومت سره مخ سوی دی.

د هغه په وینا په دی نښته کی څلور طالبان وژل سوی او اووه تنه نور ټپیان سوی دی.

مایار زیاته کړه: په دی نښته کی دری سرتیری هم په شهادت رسیدلی دی او ځینی امنیتی سرتیری هم ټپیان سوی دی خو دقیق شمیر څخه کوم څه ونه ویل.

طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdchq6nz623nkkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته