دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۵۷
د مطلب کود : 148489
ټرمپ: د افغانستان د جگړې په هکله تصمیم ونیول شو

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، د شنبې په ورځ وویل چې حکومت یې د افغانستان د ١٦ کلنې جگړې په هکله خپل وروستی تصمیم نیولی دی.

ښاغلي ټرمپ په خپلې ټویټر پاڼه کې لیکلي چې "په کمپ دیویډ کې د ډیرو مستعدو جنرالانو سره مهمه ورځ پای ته ورسیده او د افغانستان په گډون زیات تصمیمونه ونیول شول."

خو جمهور رئیس ټرمپ د افغانستان د جگړې په اړه د خپلو پریکړو جزییات نه دي خپاره کړي.

د ښاغلي ټرمپ دغه څرگندونې د مریلند ایالت د کمپ دیویډ په تفریح ځای کې د خپل امنیتي ټیم سره د لیدنې کتنې نه یوه ورځ وروسته خپرې شوې دي.

هربرت ریموند، د ملي امنیت سلاکار مک ماستر او د جمهور رئیس ټرمپ د ملي امنیت نورو لوړپوړو مقاماتو چې د کمپ دیویډ په غونډه کې یې گډون کړی و په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د زیاتولو پلوي دي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر جیم متیس، تیره اونۍ وویل د افغانستان په هکله ډیر انتخابونه موجود دي او د افغانستان نه د امریکایي قواو بشپړه وتل، د قواو زیاتول او یا هم د افغانستان د جگړې خصوصي کول په وړاندیزونو کې شامل دي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هاکبي، د کمپ دیویډ د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې نوې ستراتیژي به "د اسیا په جنوب کې د امریکا د متحده ایالاتو منافع وساتي" خو د جزییاتو په هکله یې څه ونه ویل.

په دې ورسوتیو میاشتو کې د جمهور رئیس په گډون د متحده ایالاتو لوړپوړو مقاماتو څو ځلې په افغانستان کې د امریکا د جگړې په هکله بحثونه وکړل او وویل چې ډیر ژر به د افغانستان د جگړې په اړه د امریکا ستراتیژي بشپړه شي.

جمهور رئیس ټرمپ د روانې میاشتې په پیل کې وویل چې ډیر ژر به د افغانستان د جگړې په هکله تصمیم ونیسي.

وروستی ځل ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ د نیوجرسي په ایالت کې خبریالانو ته په افغانستان کې د امریکا د ستراتیژۍ د بدلون په اړه وویل "دا ماته یو ډیر ستر تصمیم دی. [په افغانستان کې] گډوډي راته په میراث پاته شوه او مونږ به دغه وضعیت بهتره کړو."

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjooevhuqexxz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته