دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۶
د مطلب کود : 148526
د چمتال ولسوالی د دولت د مخالفانو شتون څخه پاک سو
سیدعبدالله مسرور؛ د بلخ ولایتی شروا معاون چی د چمتال په ولسوالی کی حضور لری او د آوا خبرګزاری سره په خبرو کی په دی ولسوالی کی د البرز ۱۲ عملیات د پای ته رسیدو څخه خبر ورکړ او وویل: د عملیات په پای ته رسیدو سره ځینی امنیتی ځواکونو کاروانونه خپل ځایونو ته بیرته ګرځیدو په حال کی دی.

هغه وویل: د عملیات په ترڅ کی ۳۰ تنه طالبان وژل سوی او ۴۰ تنه نور ټپیان سوی دی.

همدارنګه ۱۲ تنه نور طالبان نیول سوی دی.

مسرور زیاته کړه چی د البرز ۱۲ عملیات په ترڅ کی ۶ تنه سرتیری شهیدان او د ۱۷ په شاوخوا سرتیری ټپیان سوی دی.

په همدی حال کی نصرت الله جمشیدی د شاهین ۲۰۹ قل اردو مطبوعاتی ویاند معاون وویل: د چمتال په ولسوالی کی د البرز ۱۲ عملیات په بریالیتوب سره پای ته ورسید.

هغه په ادامه کی وویل: ددی لپاره چی بیا دشمن پر تصفیه سوی سیمه باندی برید ونه کړی نو امنیتی پوستی رامنځته کوو.

ښاغلی جمشیدی د خلګو همکاری په تایید سره وویل چی د چمتال ولسوالی اوسیدونکو څخه غواړو چی که د طالبانو کوم فزیکی شتون هم ووینی؛ امنیتی ځواکونو ته خبر ورکړی ترڅو لازم اقدامات ترسره سی.

د بلخ والی ویاند منیر فرهاد هم د البرز ۱۲ عملیات بریالیتوب تایید کړ خو د امنیتی ځواکونو ټپیانو شمیر ۲۶ تنه وښوده.

منیر فرهاد همدارنګه ددی ولسوالی بی ځایه سویو په اړه و افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وویل: تراوسه د بی ځایه سویو دقیق آمار نسته خو ویلای سو چی د اخیرو ناامنیو په ترڅ کی د بلخ په ولسوالیو کی په سلګونو کورنۍ بی ځایه سوی دی.

https://avapress.com/vdcb5wb80rhbasp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته