دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۲
د مطلب کود : 148580
د روانې جګړې پای کولو لپاره د ترهګرو ملاتړو باندې فشار راوړل اړین دی
افغانستان کې روانې جګړې دوام په کوردننه پراخو اندېښنو سره هممهال په نړیواله کچه هم اندېښنې راپورته کړي، امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د دوې تر ټولو اوږدې اولس کلنې جګړې بیا ارزونې او نوې ستراتیژي چمتو کولو باندې کار کوي.


ملي دفاع وزارت افغانستان کې د روانې جګړې مهارولو او پاېته رسولو برخه کې له څرګندې غوښتنې مطرح کوي، د ترهګرو ملاتړو په ځانګړی ډول پاکستان باندې فشار، افغان ځکمني هوايي ځواک تجهیز او د سولې هڅو دوام د روانې جګړې پاېته رسولو برخه کې اغېزمنتیا لرلای شي.
د یاد وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري افغان امنتیي ځواکونه پر وضعیت حاکم بولي، او زیاتوي چې د امنیتي ګواښونو او مخالفو وسلوالو ځپلو اړوند پياوړی اراده لري.
د ملي دفاع وزارت چارواکي مني، چې د روانې جګړې ابعاد پراخ دی، خو د وضعیت مهارولو څخه ډاډ ورکوي، خو هغه څه چې اندېښنې یې راپورته کړي، د ملکي زیانونو کچې پورته کېدل دي.

https://avapress.com/vdcbwwb8grhbasp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته