کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت:

د روانې جګړې پای کولو لپاره د ترهګرو ملاتړو باندې فشار راوړل اړین دی

30 اسد 1396 ساعت 21:12

افغانستان کې روانې جګړې دوام په کوردننه پراخو اندېښنو سره هممهال په نړیواله کچه هم اندېښنې راپورته کړي، امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د دوې تر ټولو اوږدې اولس کلنې جګړې بیا ارزونې او نوې ستراتیژي چمتو کولو باندې کار کوي.



ملي دفاع وزارت افغانستان کې د روانې جګړې مهارولو او پاېته رسولو برخه کې له څرګندې غوښتنې مطرح کوي، د ترهګرو ملاتړو په ځانګړی ډول پاکستان باندې فشار، افغان ځکمني هوايي ځواک تجهیز او د سولې هڅو دوام د روانې جګړې پاېته رسولو برخه کې اغېزمنتیا لرلای شي.
د یاد وزارت ویاند تورنجنرال دولت وزیري افغان امنتیي ځواکونه پر وضعیت حاکم بولي، او زیاتوي چې د امنیتي ګواښونو او مخالفو وسلوالو ځپلو اړوند پياوړی اراده لري.
د ملي دفاع وزارت چارواکي مني، چې د روانې جګړې ابعاد پراخ دی، خو د وضعیت مهارولو څخه ډاډ ورکوي، خو هغه څه چې اندېښنې یې راپورته کړي، د ملکي زیانونو کچې پورته کېدل دي.


د مطلب کود: 148580

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148580/د-روانې-جګړې-پای-کولو-لپاره-ترهګرو-ملاتړو-باندې-فشار-راوړل-اړین-دی

آوا
  https://www.avapress.com