دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 148590
د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتيژي او طالبانو غبرګون

په افغانستان د طالبانو وسله والې ډلې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژي په اړه غبرګون وښود او یو وار بیا د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

وسله والو طالبانو په یوه بیان کې لیکلی « امریکا ته په کاروه چې دجګړې د دوام پرځای يې نور له افغانستان څخه دخپلو عسکرو په وتلو فکر کړی واي.»

طالبان ډله ادعا کوي چې افغانستان د بهرنیو ځواکونو له خوا اشغال شوی دی او ټینګار کوي چې « ترهغو چې یو امریکايي عسکر هم زموږ په هیواد کې شتون ولري او امریکايي مشران جګړیزه تګ لاره تعقیبوي موږ به په پیاوړه روحیه، پوره عزم او لا ډير متانت سره دهغوی په وړاندې جهاد کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تیره شپه ناوخته د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي اعلان کړه او او په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د ماموریت پر دوام او ترهګرو ډلو پر لمنځه وړلو یې ټینګار وکړ.

ولسمشر ټرمپ د ترهګرو ډلو د لمنځه وړلو په هکله له امریکایي ځواکونو سره د حکومت پر مرستې او ژمنې ټینګار وکړ او وویل چې د افغانستان او د افغان پوځ د تقویې په برخه کې به د امریکا مرستې ادامه ولري.

د امریکا ولسمشر نوموړې د پاکستان پر حکومت نیوکه وکړه او وویل چې پاکستان اکثراً ترهګرو ډلو ته پټځایونه ورکوي او خبرداری ورکړ چې امریکا نور د پاکستان لخوا توندلارو ته د پټنځیو ورکړې پر وړاندې زغم نه لري.

نوموړې خبرداری ورکړ چې امریکا به نور داسې پاکستان ونه زغمي چې ترهګرو ته خوندي پټنځی وي سره له دې چې واشنګټن له پاکستان سره ډېره مالي او پوځي مرسته کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي تل ادعا کړي چې پاکستان د طالبان او هغو ډلو څخه چې په افغانستان کې بریدونه ترسره کوي، ملاتړ کوي، پټنځايونه ورکوي، او د هغوي اکمالاتو په چارو کې مرستې کوي.

د چارواکو په وینا، د افغان حکومت ضد وسله والې دلې او په خاصه توګه حقاني شبکې چې د طالبانو پورې تړلې ده، د پاکستان په قابایلي سیمو کې په شمالي وزیرستان کې فعالیت کوي او په افغانستان کې د افغان ځواکونو او حکومت پر وړاندې بریدونه ترسره کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcco4qsx2bq0p8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته