دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۸:۱۴
د مطلب کود : 148784
په پلازمینې کابل کې د امام زمان پر جومات د برید په ترڅ کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او کابو ۸۰ نور ټپیان دي

په پلازمینې کابل کې د امام زمان پر جومات د برید په ترڅ کې تر ۳۰ زیات کسان وژل شوي او کابو ۸۰ نور ټپیان دي.

امنیتي سرچینې وایي داعش وسله والو تیره ورځ د کابل ښار اړوند په خیر خانه سیمه کې پر امان زمان جومات ډلییز برید ترسره کړل چې په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۳۰ تنو ته لوړ شوی.

سرچینې زیاتوي، چې د برید په ترڅ کې تر ۸۰ زیات کسان ټپیان هم شوي دي.

په همدې حال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چاواکي وایي، د برید په ترڅ کې ۲۰ زیات کسان وژل شوي او تر ۳۵ زیات کسان ټپیان دي.

د اسلامي نومې ډلې یا داعش وسله والو په یوه بیان کې لیکلي چې پر امام زمان جومات برید د داعش وسله والو له خوا ترسره شوی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش له دې وړاندې ویلي وو، چې د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي او نږدې ۳۸ نور کسان ټپیان دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch66nzk23nkqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته