دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۱۱
د مطلب کود : 148857
د هوتک ماتې او روسي ورزشکار چیلنج په اړه د باز محمد مبارز غبرګون

د افغانستان د فري فایټ یا ازاد مبارزې اتل احمد ولي هوتک تیره شپه په تاجکستان کې له خپل روسي سیال دنیس کرکوف څخه ماتې ومنله.

په همدې حال کې د افغانستان د فري فایټ اتل باز محمد مبارز د هوتک د ماتې په اړه خواشینې څرګنده کړه او روسي مبارز دنیس کرکوف ته په رسمې ډول چنیلنج ورکړ.

مبارز وایي، دې ته چمتو ده چې د ACB سازمان په چوکاټ کې له کارکوف سره مبارزه وکړي او ژمنه وکړه چې په نږدې راتلونکې د دغې ماتې غچ به واخلي.

هوتک د هیواد په کچه د فري فایت د اتل په توګه پیژندل کیږي او په ۲۰۰۹ میلادي کال د رزمي سیالیو په برخه کې د سرو زرو لومړنۍ مډال ترلاسه کړ.

دغه لوبغاړي تر دې دمه شل سیالۍ ګټلي دي خو نوموړې په لومړی ځل تیره شپه له خپل روسي سیالي څخه ماته ومنله.

دا په داسې حال کې ده چې هوتک تیر کال د اکټوبر او جون په میاشت کې خپل دوه روسي سیالیو ته ماتې ورکړي وه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwvazyt1a5v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته