دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 148888
امریکا غواړي په افغانستان کې تلپاتې ثبات راشي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ د ملي امنیت سلا کار مک ماسټر ویلي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې د تلپاتې ثبات او امنیت په راوستلو بریالي شي.


ماسټر دغه څرګندونې وړمه ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته کړې دي.
مک ماسټر د افغانستان په اړه د امریکا نوې ستراتیژي مهمه او اغېزناکه بللې ده او ټینګار یې کړی چې د ترهګرۍ ضد روانه جګړه به بریالۍ کړي.
د هغه په وینا امریکا به اجازه ور نه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر امن پټنځای بدل شي او له هغه ځایه د امریکا ملي ګټې وګواښل شي.
ماسټر ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره به د دوی مبارزه دوامداره وي او تر هغه به وغځول شي چې ترهګري په یاده سیمه کې له منځه نه وي تللې.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار پر طالبانو غږ کړی، چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له پروسې سره یو ځای شي.

https://avapress.com/vdcc44qs42bq048.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته