دخپریدو نیټه :دوشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۵
د مطلب کود : 148947
طالبانو ننګرهار کې داعش قومندانان وژلي

د ننګرهار ولایت سیمه ییزو چارواکو اعلان کړی چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د داعش دوه لوی قومندانان وژلي دي.

د دغه ولایت مطبوعاتي خبرپاڼه چې نن دوشنبې خپره شوې ویلي چې په دغو کسانو کې یو یې قومندان قادر د داعش جنګیالیو د یوې پنځوس کسیزې ډلې مشر او بل یې قومندان نصیر و. خبرپاڼې ویلي چې قادر لسګونه وسله وال طالبان وژلي و، چې د طالبانو له لوري مومندرې ولسوالۍ کې نيول شوی او بيا بټي کوټ ولسوالۍ ته تر وړلو وروسته وژل شوی دی. دغه راز د داعش ډلې يو بل قومندان نصير وسله والو طالبانو په مومندرې ولسوالۍ کې نيولی او بيا يې په بټي کوټ ولسوالۍ کې وژلی دی.

ننګرهار د هیواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې طالب او داعش وسله وال یې په ځينو برخو کې پراخ فعالیت کوي او وخت ناوخته ترې د دغو ډلو ترمنځ د جګړو راپورونه خپریږي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5vazyt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته