کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات ملی امنیت مشر د دندی څخه ګوښه سو

6 سنبله 1396 ساعت 21:56

په هرات کی سیمه ایز چارواکی وایی چی ددی ولایت ملی امنیت مشر د دندی څخه برکناره سو او د هغه پرځای بل شخص په دنده باندی وګمارل سو.


جیلانی فرهاد د هرات والی ویاند و آوا ته وویل چی دادمحمد حریفی د هرات ملی امنیت مشر د دندی څخه ګوښه او د هغه پرځای بل شخص معرفی سو.

هغه د ملی امنیت مشر د ګوښه کیدو په اړه کوم څه ونه ویل.

دا په داسی حال کی دی چی نن سهار ځینی قومی مشران د ولایت شورا سره هماهنګی سره یو مراسم د هرات ملی امنیت مشر څخه ملاتړ په خاطر جوړ کړی وو.

په دی مراسمو کی کامران علیزایی د هرات ولایتی شورا مشر ویلی وو چی که حوک خپل دنده په هرات کی په ښه توګه ترسره کړی، د دندی څخه ګوښه کیږی.

هغه وویل چی که د ملی امنیت مشر د دندی څخه ګوښه سی، ددی ښار امنیتی وضعیت به خراب سی.

علیزایی ولسمشر ته په خطاب کی وویل چی تاسو د هرات وضعیت څخه څه خبر لری چی ناامنی ترکومه حده رسیدلی دی او باید مسلکی کسان د پستونو څخه هیڅته نه کړی.

په همدی حال کی د هرات اوسیدونکی وایی چی دادمحمد حریفی د ملی امنیت مشر ددی لپاره چی مرکزی چارواکو له لوری هرات عالی دارالعلوم تروریستانو څخه یو کس نیول سوی دی، د خپل دندی څخه برکناره سو.


د مطلب کود: 148973

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/148973/د-هرات-ملی-امنیت-مشر-دندی-څخه-ګوښه-سو

آوا
  https://www.avapress.com