دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 148999
د یوې ښځينه جنګیالي په ګډون څوارلس داعش وسله وال ووژل شول

په ختیځ ننګرهار ولایت کې سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي د اسلامت دولت نومې ډلې اړوند یوې ښځینه جنګیالي او دیار لس نور داعش وسله وال د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.

د ننګرهار امنیه قومانداني په یوه بیان کې لیکلي، چې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې د یوې میرمنې په ګډون څوارلس داعش وسله وال ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره ورځ داچین ولسوالی اړوند مامند مرغی او سات خان په سیمو کط د بهرنیو ځواکونو له لورې هوایي بریدونه ترسره شوي چې په ترڅ کې د داعشیانو د یوې میرمنې په ګډون څوارلس داعش وسله وال وژل شوي .

دامنیه قومانداني په وینا، په ترسره شووهوایي بریونو کې ملکي وکړو اوامنیتي ځواکونو منسوبینوته زیان ندې اوښتې.

ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.

د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو او نورو وسله والو د ځپلو په موخه افغان امنیتي ځواکونه د بهرنیو ځواکونو په مرسته د ننګرهار په یو شمېر نا امن ولسوالیو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژآنس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1cdy1w6dj1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته