دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 149002
هرات کې په بمبارۍ کې دیارلس ملکي وګړي وژل شوي

د هرات ولایتي چارواکي وايي د دغه ولایت د شنډنډ په ولسوالۍ کې تیره ورځ مازیګر په یو هوایي برید کې ۱۳ تنه چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دشنډنډ ولسوالۍ د بخت اباد په کلي کې د بې پیلوټه الوتکې د طالبانو په یو مرکز باندې برید کړی چې په کې د دغه مرکز سره نږدې په یو کور کې میشت ملګي وګړو ته هم د سر زیان اوښتی دی.

ښاغلي فرهاد وویل چې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې شپاړس طالب وسله وال هم وژل شوي او څلور نورټپیان شوي دي.

د هرات د والي ویاند وویل چې دغه کور د وسله والو طالبانو له مرکز سره نږدې پروت وو.

د هرات د والي ویاند وویل چې د پیښې د پلټنې لپاره یې یو پلاوی شنډنډ ولسوالۍ ته استولی دی.

تراوسه د قاطع ماموریت ځواکونو په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په نه تائید شوو رپوټونو کې ویل شوي چې ۱۹ تنه چې طالبانو د بخت اباد په کلي کې په یو شخصي زندان کې ساتل هم د برید وروسته له دغه زندان څخه په تیښته بریالي شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د ولایتي شورا مرستیال توریالي طاهري امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د بې پیلوټه الوتکې په دې برید کې شل تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نورټپیان شوي دي.

ښاغلي طاهري وویل چې د ا برید تیره ورځ څلور نیمه بجې شوی دی.

د هرات د حوزوي روغتون رئیس رفیق شیرزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې تراوسه د دغه برید څلور ټپیان دغه روغتون ته وروړل شوي ، چې یوې کوچنې انجلې د اخیستو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

تراوسه وسله والو طالبانو په دغه برید کې د خپلو وسله والو د وژل کیدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg9b85rhbagp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته