کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان هوایی قواوو د پیاوړۍ کولو په مقصد ۷۲۷ میلیون دالری قرارداد امضا سو

7 سنبله 1396 ساعت 21:19

د امریکا دفاع وزارت د افغانستان هوایی ځواکونو د پیاوړی کولو لپاره د ۷۲۷ میلیونو دالرو په ارزښت د (لیدوس) امریکایی شرکت سره قرار داد امضا کړ.


 

د آوا په ګزارش سره، د ریدیت انګلیسی سایت څخه په نقل سره، د امریکا دفاع وزارت د افغان هوایی قواوو پیاوړۍ کولو په مقصد او ددی هیواد د هوایی ځواکونو توان لوړ وړلو لپاره خاص ماموریت د لیدوس شرکت سره قرارداد تړلی دی.

د امریکا نوی استراتژی په اساس د افغانستان او آسیا جنوب لپاره، د افغانستان هوایی او امنیتی ځواکونه به پیاوړۍ سی.

د امریکا دفاع وزارت پرون دوشنبه وویل چی د لایدوس شرکت (Leidos innovation Corp) لپاره څو قرارداد استول سوی وو ترڅو د افغانستان هوایی قواوو او خاص ماموریت په برخه کی، هلیکوپتر او نور الوتکی برابره کړی.


د مطلب کود: 149040

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149040/د-افغانستان-هوایی-قواوو-پیاوړۍ-کولو-په-مقصد-۷۲۷-میلیون-دالری-قرارداد-امضا-سو

آوا
  https://www.avapress.com