دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۱۹
د مطلب کود : 149040
د افغانستان هوایی قواوو د پیاوړۍ کولو په مقصد ۷۲۷ میلیون دالری قرارداد امضا سو
د امریکا دفاع وزارت د افغانستان هوایی ځواکونو د پیاوړی کولو لپاره د ۷۲۷ میلیونو دالرو په ارزښت د (لیدوس) امریکایی شرکت سره قرار داد امضا کړ.

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ریدیت انګلیسی سایت څخه په نقل سره، د امریکا دفاع وزارت د افغان هوایی قواوو پیاوړۍ کولو په مقصد او ددی هیواد د هوایی ځواکونو توان لوړ وړلو لپاره خاص ماموریت د لیدوس شرکت سره قرارداد تړلی دی.

د امریکا نوی استراتژی په اساس د افغانستان او آسیا جنوب لپاره، د افغانستان هوایی او امنیتی ځواکونه به پیاوړۍ سی.

د امریکا دفاع وزارت پرون دوشنبه وویل چی د لایدوس شرکت (Leidos innovation Corp) لپاره څو قرارداد استول سوی وو ترڅو د افغانستان هوایی قواوو او خاص ماموریت په برخه کی، هلیکوپتر او نور الوتکی برابره کړی.

https://avapress.com/vdcdon0fzyt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته