دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۶
د مطلب کود : 149063
مالیې وزیر د افغانستان لپاره د ګډ امنیتي لیږد له عمومي قومندانۍ (CSTC-A) سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ

مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي، د وږې میاشتې په ۷ مه نېټه د سیستیکا له عمومي قومندانې اغلی رابئن ال – فانتس، سره د افغان امنیتي ځواکونو په بودیجه کې د روڼوالي په موخه چې د امریکا متحده ایالتونو لخوا تامین کیږي د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دې هوکړه لیک له مخې د افغانستان لپاره د ګډ امنیتي لیږد عمومي قومندانۍ (سیستیکا) ژمنه ده چې له افغان حکومت سره د امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي او د افغان امنیتي ځواکونو د بودیجې لګښت له څرنګوالي څخه د افغانستان مالي اطلاعاتو د مدیریت سیستم (افمیس) ته د لاسرسي له لارې څارنه کوي.

همدا شان دواړه لوري د یادو ځواکونو د معاشاتو په ورکړه کې د شفافیت راوستلو او د افمیس سیستم له لارې د مالي سرچینو د تفتیش په برخو کې یو له بل سره همکاري کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq3azpt1a5u2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته