دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۴۳
د مطلب کود : 149095
په لوګر کی د طالبانو او حقانی شبکی دوه ارشدو قوماندانانو هلاکت
د لوګر په ولایت کی د پولیسو خاصو قطعاتو له لوری په یو عملیات کی د طالب ترهګرو ۵۰ کسیزه ډلی قوماندان او د حقانی شبکی ارشد غړۍ په هلاکت رسیدلی دی.

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ملی پولیسو خاصو قطعاتو ځواکونه تیره شپه د لوګر ولایت خروار ولسوالی بازار مربوطه سیمو کی یو خاص عملیات ترسره کړی چی په نتیجه کی یی مولوی عبدالرحمن د حقانی ډلی ارشد غړۍ چی په ملا قند باندی مشهور وو او دوست محمد پاکستان اوسیدونکی او چاودیدونکی توکو لیږد مسئول، انتحاری واسکتونو جوړولو مسئول او دپاکستان یو بل اوسیدونکی په هلاکت رسیدلی دی.

 

مولوی عبدالرحمن مشهور په ملاقند، د طالب ترهګرو یو ۵۰ کسیزه ډلی مشر دی چی ددی ډلی مشروالی د خروار ولسوالی په مربوطه ساحو کی په غاړه درلود او په دی ولایت کی د تروریستی بریدونو طرحه کولو لپاره خاص نقش درلود.

د پولیس خاص قطعاتو ځواکونه خپل تروریستی ضد بریدونو کی، د ترهګرو رهبری هسته تر هدف لاندی نیولی دی چی د بیلابیلو عملیاتونو په لړ کی، تراوسه د تروریستی ډلو لس کلیدی کسان له منځه وړی دی.

 

https://avapress.com/vdcdnn0fkyt0oz6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته