دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۱
د مطلب کود : 149150
د موصل د آزادی وروسته، تلعفر هم آزاد سو/ د داعش پوره انزوا په عراق کی
حیدر العبادی، د عراق لمړۍ وزیر په رسمی توګه د داعش څخه د تلعفر آزادی څخه خبر ورکړ.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، حیدرالعبادی؛ د عراق لمړۍ وزیر او ددی هیواد د ځواکونو کل قومانده وویل: زموږ شادی پوره او بریالیتوب لاسته راغلل او نینوا په پوره توګه د مسلح قهرمان ځواکونو په واسطه آزاد سو.

هغه وویل: تلعفر مقاوم د موصل په شان د هیواد لمن ته بیرته ګرځیدلی دی او په څو تیرو ورځو کی داعش تروریستی ځواکونه په الیاضیه او تلعفر نورو سیمو کی ماته خوړلی دی او موږ اجازه ورنه کړ د عراق نورو سیمو ته وتښتیږی.

العبادی زیاته کړه: عراق مسلح ځواکونه په ټول عزم او توان سره ددی هیواد خاوره آزادوی او تروریستان بیله مرګ یا تسلیم بل کوم لاره نه لری.

هغه تروریستانو ته په خطاب کی وویل: هر ځای چی پاته سی موږ هغه ځای به آزاد کړو، زموږ کړنه او چلند د داعش تروریستی ډلو همدا دی ځکه دا ډله چی د نړۍ په هرځای کی چی وی د خلګو لپاره خطرناکه دی.

د یادولو وړ دی چی تلعفر د موصل وروسته د داعش قدرتمنده مرکز بلل کیده چی د عراق ځواکونو له لوری آزاد سو.

https://avapress.com/vdcft1dyxw6djya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته