دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۰۵
د مطلب کود : 149152
الوتونکی موټرونه ډیر ژیر بازار ته وړاندی کیږی
دا مرغه دی؟ طیاره دی؟ نه دا یو الوتونکی موټر دی! آیا زړه مو نه غواړی چی هوا کی والوزۍ؟د (ایرباس) کمپنۍ ستاسو دا هیله پوره کوی او قرار دی ستاسو هیله مند موټر جوړ کړی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د جنوا هویی نمایشګاه کی په ۲۰۱۷ کال کی، د ایرباس شرکت خپل الوتونکی موټرونو ایده خپاره کړ. دا موټر چی واهانا(Vahana) نوم لری هم پرځمکه او هم په هوا کی حرکت کوی.

واهانا د بال لرونکی الوتکی په شان نه دی، د ایرباس شرکت قصد لری دا موتر داسی جوړ کړی ترڅو خلګ په ورځنۍ ژوند کی د هغه څخه ګټه واخلی، دا موټر داسی طراحی سوی دی ترڅو تاسو د موټرانو د بیرو بار څخه راحت کړی او د دبی په شان ښار لپاره ډیر په زړه پوری دی.

تر اوسه دا موټر د دوو کسانو لپاره جوړ سوی دی. مسافران کولای سی د (آپ) له لاری ددی موتر سره بیله کوم چلونکی اړیکه ونیسی.

دا موټر هغه وخت چی پر یو بریشناییزه بدنه باندی کښینی په یو ځمکنۍ نقلیه وسیلی باندی بدلیږی. د هغه وروسته بیل او په ۸ دستګاییزه موتور باندی وصلیږی چی بیله چلوونکی پرواز کوی او تاسو د ښار په بیل برخو کی ځای پرځای کوی.

https://avapress.com/vdchmwnzi23nkzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته