دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۰:۳۸
د مطلب کود : 149211
د تخار ولایت قلعه ینګی ولسوالی د سقوط په لمن کی
د تخار ولایت ینګی قلعه ولسوالی کی سیمه ایز سرچینی تایید کړ چی د طالبانو ډله ایز برید پر دی ولسوالی باندی دفع سوی دی خو ددی ولسوالی مرکز تراوسه د طالبانو تر برید لاندی دی.

 

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، عبدالمناف فیضی، د ینګی قلعه ولسوال و بی بی سی ته وویل چی د طالبانو برید ددی ولسوالی پر مرکز باندی د تیری شپی څخه، شروع سوی دی او افغان امنیتی ځواکونو مقاومت سره دفع سوی دی خو طالبان د ولسوالی مرکز په ۳۰۰ او ۵۰۰ متری کی قرار لری.

هغه وویل چی د هغوی حضور په سیمه کی ددی لامل سوی دی چی د ولسوالی مرکز د طالبانو تر برید لاندی قرار ولری او مرکزی دولت باید د ډیرو ځواکونو په اعزام سره نظامی عملیات ددی ولسوالی د پوره پاکولو لپاره رامنخته کړی.

د هغه په وینا د ینګی ولسوالی ۶۴ کلیو څخه اوس ۲۹ کلۍ د طالبانو ترکنترول لاندی دی.

هغه وویل چی د تیری شپی په نښته کی افغان ځواکونو ته کوم تلفات نه دی اوښتی خو یواځی د عمومی نظم دوه پولیس سرتیری ټپی سوی دی، دولتی ساختمانونو ته هم د ولسوالی په مرکز کی لږ خسارات اوښتی دی.

طالبانو په دی اړه تراوسه څه نه دی ویلی.

https://avapress.com/vdcdfn0ffyt0ox6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته