کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ارزګان چارواکي: ترینکوټ کې یوې چاودنې ۱۴ ملکیان ټپیان کړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 12 سنبله 1396 ساعت 16:33


د ارزګان په مرکز ترينکوټ کې تېره شپه يوې چاودنې تر لسو ډېر کسان ټپيان کړل.

د ولايتي روغتون د جراحۍ د برخې مسؤل محمد ياسين صالحي وايي چې له پېښې دوى ته ١٤ ټپيان ور وړل شوي چې د يوه تن روغتيايي وضعيت نازک دى.

د امنيې قوماندانۍ د لومړۍ امنيتي حوزې امر ميرويس نن یکشنبه ازادي راډيو ته وويل چې چاودنه د ترينکوټ په داسې سيمه کې شوې چې ګڼه ګوڼه په کې ډېره وه.

خو ده وويل، پر موټرسايکل د ځاى پر ځاى شوي بم په چاودنه کې، ٤ پوليس او د ماشومانو په ګډون ٨ ملکيان ټپيان شوي دي.

په بله پېښه کې، په ارزګان کې تېره شپه د يوه ماين په چاودنه کې، يو سرتېرى وژل شوى او درې نور ټپيان شوي دي.


د مطلب کود: 149251

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149251/ارزګان-چارواکي-ترینکوټ-کې-یوې-چاودنې-۱۴-ملکیان-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com