دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 149270
د کندهار او هلمند له خلکو سره د جنرال عبدالرازق ژمنه

د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق د کندهار او هلمند ولایت له خلکو سره ژمنه وکړه چې ژر به د دواړو ولایتونو په اوږدو کې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې یوه لویه پوځي عملیات پیل شي.

نوموړې دغه څرګندونې د کندهار ولایت په میوند ولسوالی کې د خپل سفر په ترڅ کې وکړه.

جنرال رازق زیاته کړه، چې دغه عملیات ډېر ژر به د افغانستان کې میشت د امریکایي ځواکونو په مرسته ترسره شي.

د کندهار امنیه قوماندان په وینا، د میوند او غورک ولسوالیو په اوږدو کې چې د هلمند ولایت له سنګین او نهر سراج ولسوالیو څخه ګډي پولي لري، کله نا کله د دولت ضد وسله والو له خوا ترهګریز فعالیتونه ترسره کیږي.

نوموړې د هلمند او کندهار ولایت خلکو سره ژمنه وکړه چې په د دواړو ولایتونو له نا امنو سیمو څخه دښمن پاکې شي.

کندهار د افغانستان په سویل کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په سویل کې پر یو شمېر مهم ولایتونو خپل بریدونه زیاته کړي دي.

سرچینه: خامه پرس

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy3azut1a5r2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته