په سویل هلمند ولایت کې پنځه ویشت وسله والو ته د هوایي بریدونو په ترڅ کې مرګ ژوبله اوښتې ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه هوایي بریدونه د د ګرمسېر، مارجه، او مرکز لښکرګاه ښار اړوند سیمو کې ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه دوه لس تنه وسله وال د طالبانو درې ځایي قوماندانانو په ګډون وژل شوي.
د ملي دفاع وزارت په وینا، په وژل شویو کې ملا خالق داد، ملا مسافر، او خیال محمد شامل دي.
ملي دفاع وزارت وایي، په دغو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه دیارلس تنه وسله وال ټپیان هم شوي دي او د هغوی څلور مستحکم ځایونه هم لمنځه تللې ده.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسهل والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
هلمند د افغانستان په سویل کې د هېواد له ناامنه او د طالبانو د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)