کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په برما کې د مسلمانانو قتل عام په اړه د افغان حکومت تند غبرګون

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 14 سنبله 1396 ساعت 15:43


د افغانستان حکومت په برما کې د روهنګیا مسلمانانو د قتل په اړه تند غبرګون وښود او پر نړیواله تولنه او په خاصه توګه پر ملګرو ملتونو سازمان غږ وکړ ترڅو د مسلمانانو پر وړاندې د روان ظلم او عام وژنې مخه ونیسي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خبره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغانستان د جمهوري ریاست دولت د برما پوځ له خوا د روهنګیا مسلمانانو عام وژنې به کلکو ټکو غندي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نړیوال بشري حقونو پر سازمانو او ملکرو ملتونو غږ کوي تر څو د مسلمانانو پر وړاندې وحشیانه چلند او د هغوی عام وژنې په جدي توګه وڅاري.

د راپورونو له مخې، د میانمار په لوېدیځ رخین ښار کې د دولتي ځواکونو او اسلامپالو وسله والو تر منځ د جګړو له تودېدو وروسته، په تېرو ۱۰ ورځو کې سلګونه کسان وژل شوي او کابو ۹۰ زره روهینګیايي مسلمانان د خپل کورونه پریښودو ته اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګلبدین حکمتیار په مشری حزب اسلامي له دې وړاندې په یوه بیان کې لیکلي وو «د برما د مسلمانانو عام وژنه اوږده او خونړۍ سابقه لري، خو هغه مهال ئې شدت لازيات او لمن ئې لازياته پراخه شوه چي د طالبانو په لاس په باميانو کي د بودا مجسمې ويجاړي شوې او فيلمونه ئې رسنيو خپاره كړل.»

خبرپاڼه زیاتوي «دښمنانو له دې پراخه استفاده وكړه او بودايان ئې د مسلمانانو په ضد وپارول، بودايي برمايان د غچ اخيستلو لپاره ميدان ته راووتل؛ خو د دې پر ځاى چي د پېښې له اصلي عاملينو د انتقام لار غوره کړي د ځناورو په څېر ئې له خپلو هموطنو برمايي مسلمانانو انتقام اخيستلو ته ملا وتړله. تر ننه ئې په زرګونو مظلوم مسلمانان ووژل او د لسګونو زرو نورو کورونه ئې يا وران کړل يا ئې وسوزول او استوګن ئې هجرت ته اړ کړل.»

حزب اسلامي وایي «متأسفانه ګورو چي د دې ستري غميزي په وړاندي نه يوازي د اسلامي هېوادونو ډیرى مشران پټه خوله دي او له څه ويلو او څه کولو ډډه کوي بلكي د انساني حقوقو تورمخي او دروغجن مدعيان هم نه څه وايي او نه څه کوي؛ داسي بي تفاوته دي لکه چي هيڅ نه وي شوي.»


د مطلب کود: 149350

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/149350/په-برما-کې-د-مسلمانانو-قتل-عام-اړه-افغان-حکومت-تند-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com