دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۰
د مطلب کود : 149369
د بدخشان نماینده له لوری  د طالبانو تروریستی عمل توجیه
امان الله؛ د بدخشمان خلګو نماینده په مجلس کی د طالبانو تروریستی اعمال توجیه کړی او ویلی دی، یواځنۍ ارزښتناکه کار چی طالبانو په بامیان کی ترسره کړ د بودا ناپاکه مجسمه چاودنه وه.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د بدخشان خلګو نماینده په مجلس کی دا خبر په میانمار کی د نظامیانو برید وروسته چی په روهینګیا کی پر مسلمانانو ترسره سوی دی، خپل فیسبوک پاڼه کی ولیکل.

هغه لیکلی دی، زه وړاندیز کوم چی هغه تپه باید افغان غږ خبری آژانسره سی. ځکه چی موږ نه غواړو د ناپاکه بشر د نوم څخه ګټه اخیستنی سره ډوډۍ وخورو.

پیمان همدارنګه ویلی دی چی د بودا دین او پیروان یی د بشریت دشمنان دی، د افغانستان بشرحقوق مړه سوی دی!! خو شاید د بودا مجسمه څخه په ملاتړ سره دا قندولک راویښ سی...

د بودا مجسمه د بامیان په ولایت کی د طالبانوتروریستی ډلی حکومت په وخت کی له منځه ولاړ او د نوی دولت په جوړیدو سره، ځینی داخلی او خارجی نهادونه بیا جوړونی باندی اقدام وکړ.

دولتی چارواکی وایی چی د بامیان بوتونو بیرته جوړولو سره، ډیر عواید هیواد ته ګرځیدونکو څخه راټولیږی.

امان الله پیمان لیکلی دی چی د مسلمان بحث که پریږدو، بودایان په زرهاوو انسانان قتلوی ارزښت نه لری. خو زموږ جاسوسان په دی فکر کی دی چی د بودا مجسمه څخه څنګه ډوډی وخوری.

هغه وویل چی که موږ هیواد امنیت ټینګ کړو یواځی نورستان کافی دی چی زموږ نس موړ کړی.

د مجلس دا غړۍ همدارنګه وویل چی زموږ دینی تفکر او فلسفه و ادیانو ته احترام وو خو بودایان هیڅ مرز نه دی پریښی زه که لاس می ورسیږی نو  بتانو څخه نیولی ترهرځایه چی می وس ورسیږی، ترسره به یی کړم.

 

https://avapress.com/vdch-wnzw23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته