دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۰۱:۲۹
د مطلب کود : 149432
اوه مسافر د فراه ولایت په لاره کی د پولیسو له لوری ټپی سوی دی
ځینی سرچینی وایی: اوه تنه مسافر نن سهار د یو پولیس افسر د ډزو له امله د فاره رود په سیمه کی ټپیان سوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا پیښه د فراه ولایت فراه رود په سیمه کی د هرات او قندهار په لویه لاره کی رامنځته سوی دی.

خو عبدالغفار د فراه رود لاری پولیسو قومانده وایی: مسافر بری موټر باندی د ډزو له امله کوم څوک نه ټپی سوی دی او نه وژل سوی دی.

د هغه په وینا، پولیس د یو پولچک د کتلو په حال کی وو چی موټر د هغه لوری ته موټر کاټ کړیی دی، پولیس هم د جادی څخه کښته لویدلی دی او موټر باندی ډزی کړۍ دی چی یواځی څو هنداری مات سوی دی.

هغه وویل چی د تاوان د ورکړی وروسته موتر بیرته خپل سفر ته ادامه ورکړی دی.

 

https://avapress.com/vdcip3azrt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته